
افغانستان نيوز۲۴: د عوامي نیشنل ګوند مشر ( ايمل ولي خان) لاهور ته د نړیوال کرکټ بیا راګرځېدل او د چمپنز ټرافۍ لوبې د سره هم موږ ته مهمې او د مبارکۍ وړ نه دي.
هغه په خپلو خبرو کې يادونه کړې، که دا لوبې پیښور، کویټه، سوات او وزیرستان کې له امنیتي ګواښ پرته کېدای شوای بیا نو موږ ته د ویاړ ځای و.
هغه د خپلو خبرو په لړ کې زياته کړې چې وزیرستان د اور په لمبو کې سوځي او پښتونخوا کې کرکټ نړيوالې لوبې نه ترسره کوي د پاکستاني حکومت پاليسي ده.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې دا هم ويلي چې پاکستان تحریک انصاف او پاکستان تحريک طالبان يوه ډله او خلک دي.