کورافغانستانافغانستان بانک سبا «۲۰»ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري

افغانستان بانک سبا «۲۰»ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا « سه‌شنبه،سلواغې۳۰مه» د داوطلبۍ له لارې ۲۰ميليونه ډالره د ليلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

دغه بانک نن « دوشنبه، سلواغې ۲۹مه » پر خپلې اېکس پاڼې خبر ورکړی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت او ثبات ساتنې په موخه سبا سه‌شنبه ۲۰ ميليونه امريکايي ډالره ليلاموي.

ياد بانک پر شرايطو برابر پولي خدمتونو، صرافیو شرکتونو او خصوصي بانکونو څخه غوښتي چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک همداراز زياته کړې چې د داوطلبۍ ګټونکي خپل حسابونه بايد د ليلام ورځې تر پايه خلاص کړي.دغه بانک پر اېکس ليکلي:« د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.»

د افغانستان بانک څو اوونۍ وړاندې هم د افغانيو ارزښت ساتنې په موخه په ميليونونه ډالر ليلام کړي وو چې ور سره د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت کې د پام وړ کموالی راغلی و.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې