
افغانستان نيوز۲۴: د طالبانو ویاند ذبیح الله مج.اهد له یوناما غوښتنه کړې، چې په خپل تمدید شوي ماموریت کې دې د افغانستان څوکۍ د ملګرو ملتونو په سازمان کې د طl_lب ان_و حکومت ته د سپارلو هڅې وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې وغځاوه.
مجاهد پر اېکس پاڼه لیکلي، چې یوناما باید د افغانستان پر ضد پروپاګند ته زمینه برابره نه کړي، د مغرضو کړیو وسیله نشي او خلکو ته بېځایه اندېښنې وانچوي.
نوموړي زیاته کړې، چې یوناما باید د افغانستان او نړیوالو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو سم انعکاس ته پام وکړي. مجاهد ټینګار کړی، چې یوناما دې د افغانانو نړیوال حقونه، د تحریمونو لرې کول او د کنګل شوو شتمنیو خلاصون ته توجه وکړي.
د یادولو ده چې نوموړي وړاندې هم د یوناما پر فعالیتونو نیوکه کړې وه، چې د افغانستان په اړه یې منفي تبلیغات کړي او تمه شوې رول یې نه دی ادا کړی.