
افغانستان نيوز۲۴: د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
ثبت شوي ارقام ښیي چې تېر کال د ۵۹۸ ښځینهوو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۸۲ ښځینهوو په ګډون، ۱۵ زره او ۵۶۵ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۸ زره او ۳۹۲ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۵۴ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۲ زره او ۷۲۱ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو ډېر (۱۰ زره او ۶۴۱) بهرني وګړي چې ډېری یې ډرایوران دي د کار په موخه د نیمزور له بندر او ورپسې ۴ زره او ۳۴۵ تنه چې ۱۳۲۵ یې سیلانیان دي د تورخم بندر څخه راغلي، همدارنګه ۳ زره او ۵۸ تنه نور بیا د هرات د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور بهرني وګړي د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر، د فاریاب له آقینې او د بدخشان له اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.
