کورافغانستانخوست ولایت کې تېر کال نږدې ۸۶ زره هېوادوالو ته د نفوسو...

خوست ولایت کې تېر کال نږدې ۸۶ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه وړاندې شوي

افغانستان نيوز۲۴: د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په تېر ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۸۵ زره او ۹۵۷ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند خدمتونه وړاندې کړي، چې ۵۸ زره او ۷۷۴ الکترونيکي او ۱۷ زره او ۴۶۶ یې کاغذي تذکرې، ۷ زره او ۳۲۱ کسانو ته زېږون کارتونه او همدارنګه ۲ زره او ۳۹۶ کسانو ته د مړینې پارچې ووېشل شوې دي.

په ياد ولايت کې یو د آسان خدمت مرکز او دوې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې دي چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی تذکرې وېش، د زېږونونو، ودونو او مړینو ثبت) هم وړاندې کوي.

له بل لوري یاد ریاست تېر ۱۴۰۳ کال په احصاییوي برخه کې د ټولنیزو او اقتصادي ارقامو د راټولونې په موخه ۵۷۴ فورمې وېشلې او ارقام یې له ادارې سره شریک کړي دي، د دې ترڅنګ په میاشتني ډول له بازار څخه د ۲۹۳ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې شوې دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې