کورافغانستانحامد کرزی: پاکستان دې د افغان شخصیتونو نومونه پر علمي بنسټونو کېږدي،...

حامد کرزی: پاکستان دې د افغان شخصیتونو نومونه پر علمي بنسټونو کېږدي، نه پر وسلو

Hamid Karzai Facebook page

افغانستان نيوز۲۴: پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله فېسبوک پاڼه پاکستان ته ليکلي؛ د نامتو افغانانو نومونه په خپلو علمي مرکزونو کېږئ.

کرزي يادونه کړې چې « پاکستان اسلامي جمهوریت یووار بیا د «ابدالي» په نامه نومول شوی بالستیک راکټ وآزمایه. پاکستان متاسفانه مخکې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي دي، حال دا چې همدا اوس هلته میشتو افغانانو سره بد او ځورونکې چلند کیږي.»

حامد کرزي همدا ډول يادونه کړې چې « افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په خپله غیږه کې زیات شمیر علمي، فکري او فرهنگي شخصیتونه، ویاړلي مبارزین او پاچاهان روزلي چې نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توگه استفاده کیږي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام يادونه کړې چې «افغانان له پاکستانه د ښه گاونډیتوب پر بنیاد د محترمانه او متمدنه اړیکو غوښتونکي دي، غوره به وي چې د وسلو او راکټونو پر ځاي خپل علمي او فرهنگي مراکز د نوموړو افغاني شخصیتونو په نامه ونوموي.»

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې