
افغانستان نيوز۲۴: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د قطري مېرمنو ټولنې او سرې مياشتې ټولنې له لوري د پکتيا مرکز ګرديز اړوند رباط سيمه کې راستنو شويو کډوالو ته په شاوخوا ۸۰۰ زره امريکايي ډالرو د دار القرار په نوم د يوه ښارګوټي د جوړولو چارې پيل شوې.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د قطري سرې مياشتې ټولنې مشر حسين بوتاني وويل چې دغه ښارګوټی ۵۵زره مترمربع مساحت لري چې پکې د ۱۰۰ کورونو جوړول شامل دي چې هر کور به دوه خونې يو دهليز پخلنځی او يو تشناب ولري.
نوموړي همداراز زياته کړه، چې دې پروژه کې د ۲۸۰ لمونځ کوونکو ته د جومات جوړول، ۱۰ د اوداسه ځايونو جوړول ،درې تشنابونو جوړل، څلور دوکانونه، يوه مدرسه، د يوه څاه، د اوبو رسونې د يوې شبکې جوړول، د ښارګوټي د سړکونو هوارول، د ماشومانو لپاره تفريح ځای او د شنې ساحې جوړول پکې شامل دي.
ورته مهال د رياست الوزوا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وويل چې ا.ا ټولو بېرته راستنېدونکو کډوالو ته لومړنۍ مرستې چمتو او موقتي کمپونه جوړ کړي.
بل لور ته د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر حمدالله نعماني وويل چې د رباط سيمه کې په ۲۰۰۰ جريبه ځمکه راستنو شويو کډوالو ته د ځمکو د ويش لړۍ پيل شوه.
دغه ځمکه کې به ټولې ۸۹۰ نمرې وي، چې د سوداګريز مارکيټونو ترڅنګ به روغتون، مدرسه، تفريح ځايونه، مسجدونه او نورې اسانتیاوې ولري.
نعماني زياته کړه چې کډوالو ته به د کورنۍ د هر غړي په سر به يوه بسوه ځمکه ورکړل شي.دا پرمختګونه داسې مهال دې چې دې وروستيو کې له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل چټک شوي، د کډوالو په وينا؛ دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
