
افغانستان نيوز۲۴: د باميان مرکز کې د ۳۲ هغو جوړو د واده مراسم ترسره شول چې د واده لګښتونه يې نشوای پوره کولی او له امله يې ودونه ځنډېدلي وو.
دا ډله ييزو واده د امام ع لېسې، د باميان په مرکز کې امام صادق مدرسه کې د بسپنه ورکوونکو په همکارۍ او د الکوثر بنسټ له لوري ترسره شول.
دغو مراسمو کې ديني عالم محمد علي احمدي وويل د دغه ډلهييز واده موخه د زوم او ناوې د کورنيو ترمنځ د بېځايه مصرفونو مخنيوی دی.نوموړي زياته کړه، هغه کسان چې بېوزله دې او د واده د لګښتونو د پوره کولو توان نهلري، کولی شي دغه ډول مراسمو کې برخه واخلي.
د ياد ډلهييز واده يو زوم محمد علی سيغاني د دغو مراسمو له تنظيمونکو نه په مننې وويل چې د اقتصادي ستونزه له امله دوه کاله نامزاد و او د واده د لګښتونو د پوره کولو توان يې نهدرلود.
سيغاني له کورنيو وغوښتل چې ځوانانو ته دې د اسانه ودونو زمينه برابره کړي.
له دې وړاندې هم د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې هغو ځوانانو ته ډلهييز ودونه برابر شوي وو، چې د اقتصادي ستونزه له امله يې د واده لګښتونه نشوای پوره کولی او دوی په کلونو نامزاد پاتي وو.
