کورافغانستانخپلې کورنۍ له خوا زنداني شوی کس له بند څخه ازاد شو!

خپلې کورنۍ له خوا زنداني شوی کس له بند څخه ازاد شو!

افغانستان نيوز۲۴: د خوست ولايت د اسمعيل‌خېلو او مندوﺯيو ولسوالۍ په دوريخېلو کلي کې امنيتي ځواکونو يو ځوان له يوې دوه متره اوسپنيزې پنجرې څخه، چې له پنځو کلونو راهيسې پکې بندي و، اﺯاد کړ.

ياد ځوان د خپلې کورنۍ له خوا په غير انسlني ډول زنداني شوی و، چې نه يې د روغتيا پاملرنه شوې وه او نه یې هم د انساني کرامت ساتنه شوې وه. نوموړی اوس په رواني ناروغۍ اخته دی.

امنيتي ځواکونو د خلاصون وروسته د ياد ځوان د پاکوالي او ظاهري نظافت پوره پاملرنه کړې او د قضيې په اړه جدي پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې يو بل ځوان، چې د خپلې کورنۍ له خوا په ځنځيرونو تړل شوی و، اﺯاد کړل شو.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې