کورافغانستانپر ايران د اسرائيلو بريد، د افغانستان په فضا نړیوالې الوتنې زياتې...

پر ايران د اسرائيلو بريد، د افغانستان په فضا نړیوالې الوتنې زياتې شوې دي

افغانستان نيوز۲۴: پر ايران د اسرائيلو بريد سره په يو وخت عراق، اردن او يو شمېر نورو هېوادونو خپل فضايي حريم د نړيوالو الوتنو پر وړاندې بند کړی، چې ورسره د افغانستان له فضا څخه د نړيوالو الوتنو شمېر زيات شوی دی.

همدا ډول اردن د ايران هغه الوتکې ويشتلي او غورځولې دي، چې د دوی له فضا څخه په تېرېدو د اسرائيلو پر لور په حرکت کې وې.

د ايران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي سمدستي د وژل شويو ايراني پوځي مشرانو ځای ناستي ټاکلي او د کلک غچ اخيستو لپاره يې د تياري غږ کړی دی: «د پوځ مشرۍ لپاره د وژل شوي محمد باقري پر ځای عبدالرحيم موسوي ټاکل شوی دی.»

د جمعې ورځې سهار وختي ۲۰۰ اسرائيلي جنګي الوتکو د ايران شاوخوا سل اهداف نښه ګرځولي، چې د ايران مهم پوځي، استخباراتي او د اټومي چارو پوهان يې ورته له منځه وړي دي.

د اسرائيلو په بريدونو کې د ايران امنيتي سيستم تأسيسات، د ملي امنيت عالي شورا، د دفاع او استخباراتو رياست، د خامنه اي د ځانګړو ساتونکو قومندان، د ايران د عمومي ځواکونو لوی درستيز، د سپاه پاسدارانو عمومي قومندان، د هوايي دفاع قومندان، د هوايي ځواک قومندان، د قدس ځواک قومندان، د سپاه هوايي ځواک قومندان، د ځمکنيو عملياتو قومندان او د يورانيمو غني کولو مرکز نښه ګرځول شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې