
افغانستان نيوز۲۴: نن د ملګرو ملتونو د منشور ورځ ده، چې د دې نړیوال سازمان د بنسټ ایښودو له ۸۰مې کلیزې سره سمون لري.
د ۱۹۴۵ کال د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه، د نړۍ ۵۱ هېوادونه په سانفرانسیسکو کې سره راټول شول ترڅو د سولې، هوساینې او بشري حقونو د ودې لپاره یو نوی نړیوال بنسټ رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو منشور، چې د دغه سازمان بنسټیز سند ګڼل کېږي، د نړیوالې همکارۍ، بشري حقونو، برابري، کرامت، نړیوال قانون او سولې ارزښتونه خوندي کوي.
دغه ارزښتونه، چې د دویمې نړیوالې جګړې له ناورین وروسته رامنځته شول، نن هم خپل اهمیت له لاسه نهدی ورکړی.
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر په نیویارک کې د منشور اصلي نسخه د یادې ورځې په مناسبت نندارې ته ایښودل شوې ده.
افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو د منشور د لاسلیک له لارې د دې سازمان غړی شو، او له هغه وخته تر ننه د ملګرو ملتونو له اصولو او ارزښتونو سره خپله ژمنتیا ښودلې ده.
