
افغانستان نيوز۲۴: پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تل له طالبانو سره د تعامل پراختیا ته لیوالتیا ښودلې، خو دفاع وزارت یې طالبان د ترهګریزو ګواښونو سرچینه ګڼي.
نوموړی وایي: «روسیه د امریکا ډالري مرستې او د چین پانګونه نه لري، نو غواړي د سياسي مانور له لارې د طال_بیزم له خطره ځان وژغوري، خو دا هڅه به بېپایله وي.»
له بلې خوا، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې پوتین دا مهال له ط_الب_ان_و سره د مستقیمو اړیکو پلان نه لري، خو تر رسميت وروسته به له هغوی سره اړیکې او همکارۍ پراخې شي.