
افغانستان نيوز۲۴: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پشتين په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: « په وروستیو کې، له بده مرغه، د ایران حکومت د افغان کډوالو د شړلو بهیر په ډېر ظالمانه ډول او د ټولو اسلامي، نړیوالو او انساني اصولو خلاف پیل کړی دی. یوازې په څو ورځو کې لسګونه زره بېکوره کورنۍ په زور او بېړه سره وشړل شوې، پرته له دې چې هغوی ته دا فرصت ورکړل شي چې خپل کالي او سامانونه راټول کړي.»
هغه له ایران څخه په سختو ټکو غوښتنه کړې چې د کډوالو د ایستلو دا بېنظمه او ظالمانه بهیر تنظیم کړي، د ګاونډیتوب د اصولو، اسلامي انصاف او بشري حقونو په چوکاټ کې دې دا عمل په منظم، فرصت ورکوونکي او انساندوستانه ډول ترسره کړي.
پشتين د خپلو خبرو په پای کې له نړیوالو د بشري حقونو او د کډوالو د چارو له سازمانونو څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع او ملاتړ لپاره جدي او عاجل ګامونه واخلي.
پشتين همدا ډول یادونه کړې چې په سیمه کې سخته ګرمي حاکمه ده، په دومره لږ وخت کې د دومره زیات شمېر خلکو لپاره مناسب تدابیر نیول او لازم سهولتونه برابرول ناشوني ښکاري. له همدې امله موږ ګورو چې ستنېدونکې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان، له ډېر ناوړه او اندېښمن حالت سره مخ دي.