
افغانستان نیوز۲۴: د جولای په ۲۰مه د سویډن د مالمو ښار په واټونو کې د افغان کډوالو د حقونو په ملاتړ پراخ لاریون وشو.
لاریونوالو د هغو هېوادونو پر ضد ږغ پورته کړ، چې افغان کډوال له زور، تبعیض او غیرانساني چلند سره مخ کوي.
په دې لاریون کې، یواځې افغانان نهو، بلکې د ایران، سومالیې، سویډن او یو شمېر نورو هېوادونو سیاسي او ټولنیزو فعالانو هم ګډون کړی و.
دوی د بېلابېلو مدني او حقوقي سازمانونو استازولي کوله.
ویناوالو د ایران، پاکستان، ترکیې او تاجکستان له خوا د افغان کډوالو جبري ایستل، ناوړه چلند او د بشري حقونو سرغړونې په کلکه وغندلې. دوی د ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د کډوالو نړیوال سازمان، د بشر د حقونو بنسټونو، امریکا، روسیې او اروپایي ټولنې نه غوښتنه وکړه چې دا ډول ظالمانه کړنې ودروي.
د لاریون په پای کې یو پرېکړهلیک هم ولوستل شو. پدې پرېکړهلیک کې ټینګار شوی و چې باید د افغان کډوالو له زور ایستنې سمدستي مخنیوی وشي او هغوی ته خپل مشروع حقوق ورکړل شي.