
افغانستان نیوز۲۴: د جرمني حکومت د نوې ویزې برنامې په لاره اچولو سره اعلان کړی، چې د افغانستان، پاکستان، هند او نورو غیر اروپایي هېوادونو وګړي کولای شي د “فریلانس ویزې سکیم” له لارې جرمني ته د کار په موخه درخواست وکړي.
د دغه ډول ویزې فیس ۷۵ یورو ټاکل شوی، او غوښتونکي باید یو شمېر مهم شرایط پوره کړي.
د فریلانس کار لپاره واضح کاري پلان، د عایداتو ثبوت، او اړین اسناد لکه پاسپورټ، د مسلکي مهارتونو اسناد او د مالي وسایلو ثبوت د ویزو لپاره اړین دي.
غوښتونکي باید تر دې وروسته د جرمني د نیشنل ډي ویزې فورمه ډکه کړي او د دې هېواد سفارت یا قونسلګرۍ کې د ملاقات وخت واخلي، ترڅو خپل بشپړ اسناد وسپاري.
دغه نوښت د هغو مسلکي کسانو لپاره یو ښه فرصت ګڼل کېږي، چې غواړي د فریلانس کاري فرصتونو له لارې په جرمني کې قانوني کار وکړي او خپلې مسلکي تجربې پراخې کړي.