
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون هغې پرېکړې ته هرکلی وښود، چې د فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه رسمي پېژندنه کوي.
کرزي دا اقدام د منځني ختیځ د سولې او ثبات په لور یو مهم او مثبت ګام وباله.
د کرزي د دفتر لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نوموړي د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د ټینګېدو، او د برمتهشویو کسانو د خلاصون په برخه کې د نړیوالو هڅو ستاینه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د غزې د اوسېدونکو د سخت بشري وضعیت د حل لپاره باید بېړني او موثر اقدامات وشي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د روان بحران د دوام او پراخېدو د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لاره، د فلسطین د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته درناوی او د یوه خپلواک دولت رامنځته کول دي، چې باید د نړیوالو اصولو او قوانینو په چوکاټ کې عملي شي.
کرزي همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د سوله ییز ګډ ژوند د تامین لپاره، عملي ګامونه واخلي.
