
افغانستان نیوز۲۴: د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پژشکیان، د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره د یوې رسمي ناستې پر مهال وویل چې د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب باید له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراخول وي.
نوموړي د سیمهییز تعامل پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «له ګاونډیانو سره د اړیکو پراخوالی باید د بهرني سیاست په سر کې ځای ولري.»
ښاغلي پژشکیان د افغانستان او ایران ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه هم وکړه او څرګنده یې کړه: «چمتو یم چې افغانستان ته سفر وکړم، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیزو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل او تهران اړیکې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو سیاسي تحولاتو شاهده وې، او اټکل کېږي چې د ولسمشر پژشکیان احتمالي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو نوي پړاو پیل وي.