
افغانستان نیوز۲۴: د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغان کډوالو او بشري حقونو یو شمېر ملاتړو د جولای په ۲۶مه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه.
دغو معترضینو د جرمني حکومت لهخوا د طالبانو د استازو احتمالي منل د اندېښنې وړ وګڼل او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د یوه غیر مشروع نظام پر وړاندې د مشروعیت دروازه خلاصوي.
هغوی له چارواکو وغوښتل چې دا پرېکړه بېرته وارزوي.
لاریون کوونکو همداراز له هغه پرېکړې سره مخالفت وښود چې له مخې یې ۸۱ تنه افغان پناه غوښتونکي له جرمني وشړل شول.
د ګډونوالو په وینا، افغانستان ته د کډوالو شړل، په داسې حال کې چې طالبان پرې واکمن دي، نه یوازې له انساني اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د دغو کسانو ژوند ته جدي خطر پېښوي.
دوی ټينګار وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه باید ودرول شي، او جرمني باید د پناه غوښتونکو د امنیت او نړیوالو بشري تعهداتو درناوی وکړي.