کورافغانستانخلیل‌زاد: د مس عینک تاریخي ښار د چین د ګټو قرباني کېږي

خلیل‌زاد: د مس عینک تاریخي ښار د چین د ګټو قرباني کېږي

افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان اوسني حکومت اعلان کړی، چې د مس عینک له تاریخي سیمې څخه ۱۴۳۰ قلمه لرغوني آثار کابل ته انتقالوي، څو د چین له لوري د مسو کان کیندنې ته زمینه برابره شي.

مس عینک، چې د افغانستان یو له مهمو بودایي لرغونو ښارونو څخه ګڼل کېږي، د تاریخي میراث له پلوه بې‌سارې ارزښت لري.

فرهنګي فعالان او د تاریخي اثارو متخصصین اندېښنه لري، چې دغه اقدام ښایي د هېواد د تاریخي هویت د له منځه وړو لامل شي.

کارپوهان وايي، سره له دې چې د کان کیندنې لپاره د بدیلو میتودونو او تخنیکونو امکانات شته، خو داسې ښکاري چې نه د چین اړخ او نه هم طالبان د دغو بدیلونو د ارزښت او پایلو په اړه لازم پوهاوی لري.

د هغوی په وینا، که څه هم بدیلې لارې شاید لنډمهاله لوړ لګښت ولري، خو په اوږدمهال کې به افغانستان ته د ګرځندوی له پلوه د پام وړ عواید راوړي.

دوی ټینګار کوي، چې د مس عینک ساحه کولای شي د ایټالیا د پومپي ښار په شان، د تاریخي ګرځندوی یوه نړیواله مرجع واوسي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې