کورافغانستاند ملګرو ملتونو غوښتنه: پاکستان دې د افغان کډوالو د POR کارتونو...

د ملګرو ملتونو غوښتنه: پاکستان دې د افغان کډوالو د POR کارتونو موده وغځوي

افغانستان نیوز۲۴: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ودروي چې POR کارتونه لري، او د دغو اسنادو اعتبار دې تمدید شي.

یاده غوښتنه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د یوې رسمي اعلامیې له لارې شوې، چې پکې ویل شوي، پاکستان حکومت د روان میلادي کال د اګست تر ۳۱مې نېټې افغان کډوالو ته د وتلو وروستی وخت ټاکلی، چې له دې وروسته به یې قانوني پاتې کېدل له ستونزو سره مخ شي.

د دې ادارې ویاند بابر بلوچ، د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۵مه نېټه، د افغان کډوالو بېړنی او جبري شړل به نه یوازې د بشري خدماتو اړتیاوې زیاتې کړي، بلکې د بې‌ثباتۍ او احتمالي نوې کډوالۍ د ایجاد لامل به هم شي.

نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو عالي کمېشنري د هغو ښځو، نجونو او نورو ګڼو زیان‌پذیرو کسانو د جبري ایستلو په اړه ژوره اندېښنه لري، چې د دوی په وینا، په افغانستان کې یې اساسي بشري حقونه له خطر سره مخ دي.

یادونې وړ ده، چې دا مهال په پاکستان کې تر ۱.۴ میلیونه ډېر افغان کډوال د POR کارتونو له مخې ژوند کوي، چې د کډوالو په نړیوالو قوانینو کې د موقتي قانوني استوګنې سند بلل کېږي.

خو د دغو کارتونو د اعتبار د پای ته رسېدو سره، د یادو کډوالو راتلونکی او برخلیک له پراخې اندېښنې سره مخ شوی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې