کورافغانستانامریکا: طالبانو د تېر جمهوري نظام ګڼ نظامیان صحرايي محاکمه کړي

امریکا: طالبانو د تېر جمهوري نظام ګڼ نظامیان صحرايي محاکمه کړي

افغانستان نیوز۲۴: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي کلني راپور کې ادعا کړې چې طالبانو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام ګڼ شمېر نظامیان په صحرايي ډول محاکمه کړي دي.

په راپور کې چې د بشري حقونو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خپور شوی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د یوناما د موندنو پر بنسټ دغه معلومات ثبت شوي دي.

راپور زیاتوي، یادې محاکمې په زندانونو، کورونو او نورو عامه ځایونو کې ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د واک تر لاسه کولو پر مهال عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې د دې ژمنې د سرغړونې ګڼې پېښې ثبت شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې