کورافغانستانپاکستان له امریکا غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پاتې وسلې بېرته...

پاکستان له امریکا غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پاتې وسلې بېرته واخلي

افغانستان نیوز۲۴: د پاکستان پوځ له متحده ایالاتو غوښتي چې هغه وسلې چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال پاتې شوې دي، بېرته راټولې او پېرودنه یې وکړي، ترڅو دغه وسلې د افغانستان او پاکستان د ترهګرو ډلو لاس ته ونه لوېږي.

د پاکستان د پوځ ویاند، شريف احمد چوهدري، وايي چې دا وسلې په لوړ قیمت په تور بازارونو کې پلورل کېږي او د سیمې لپاره د امنیتي ګواښونو لامل ګرځي.

په ورته مهال، چین، ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو استازیو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو شتون د دوی امنیت ته جدي ګواښ دی.

خو د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، دغه اندېښنې بې‌اساس بللي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ترهګره ډله شتون نه لري.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې