
افغانستان نیوز۲۴: پاکستاني خبريال سميع يوسفزي په خپل اېکس اکاونټ ليکلي ؛ الله دې نور رحم وکړي افغانان نور د جګړو زور نه لري.
يوسفزي ورته ډول يادونه کړې چې « په پاکستان کې دننه د افغانستان پر ضد د جګړې فضا او جذبات ته په منظم ډول د حکومتی سرپرستۍ او پلان مطابق خپل اوج ته رسېدلي ده .
ویل کېږي چې د پاکستان هوایي ځواک د احتمالي سختو بریدونو لپاره ځان چمتو کوي.»
هغه په پای کې ليکلي: « جګړه هېڅکله حل نه راوړي — خو کله چې د دواړو لورو تر منځ د ضد، کبر،عدم احساس مسؤلیت احساس غالب شي، نو قرباني به بیا هماغه بېګناه افغانان وي.»
بله خوا بيا تردې دمه افغان طالبانو د ترکيې د خبرو وروستي جزیات رسنيو سره نه دي شریک کړي
