
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې سبا (جمعه، فبرورۍ ۱۰مه) د اسټرالیا پر وړاندې مهمې سیالۍ ته ځي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه د پاکستان په لاهور ښار د قذافي لوبغالي کې ترسره شي.
د دې لوبې ګټونکې لوبډله به نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
په دې سیالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د ۱۰۷ منډو په توپیر سویلې افریقا ته بایللې وه، خو دویمه لوبه یې د ۸ منډو په توپیر له انګلستانه وګټله.
بلخوا، اسټرالیا خپله لومړۍ لوبه له انګلستان څخه وګټله، خو دویمه لوبه یې د باران له امله د سویلې افریقا پر وړاندې بېپایلې پای ته ورسېده.