کورافغانستانفضل الرحمن د پاکستان د بد امنۍ تخم پاکستان په خپله کرلی...

فضل الرحمن د پاکستان د بد امنۍ تخم پاکستان په خپله کرلی دی

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د خیبرپښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو روانو ناامنیو ته په اشارې ويلي چې پاکستان پخپله د دې ناامنیو تخم کرلی دی.

هغه زیاته کړې، له طالبانو سره د پاکستان اړیکې په خرابېدو دي، ځکه په پاکستان کې د ناامنۍ تور پر افغانستان پورې کوي چې جنګیالي ترې ورځي.

فضل الرحمن زياته کړې چې ښايي له افغانستانه د ورتلونکو جنګیالیو شمېر لږ وي او د طالبانو له کنتروله هم بهر وي، خو پاکستانۍ رسنۍ هغه راپورونه خپروي چې حکومت یې ورته ورکوي.

هغه زیاتوي چې د جنرال ضیاالحق له دورې راهیسې د افغانستان د دولتونو پر ضد پاکستان کې جنګیالي روزل کېدل.

د چارو پوهان وایي چې د مولانا فضل الرحمن کورنۍ او ګوند هم مشروع افغان دولتونو پر ضد د اسلامکارو جنګیالو ډلو په روزنه، ملاتړ او هغوی ته په تبلیغ کولو کې لویه ونډه لرلې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څو ورځې وړاندې وویل چې طالبان دې د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدل منع کړي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي ورځي او هلته بریدونه کوي؛ خو طالبان وایي وایي پاکستان کې روانه ناامني د هغه هیواد کورنۍ موضوع ده.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې