
افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې د (ACC) کارت لرونکي افغان کډوال باید د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې مخکې له هېواده ووځي.
اعلامیه کې راغلي، چې دا پرېکړه د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د غیر قانوني افغان کډوالو د جبري ایستلو د پيل شوې پروسې پر بنسټ شوې ده.
د پاکستان حکومت ټینګار کړی، چې یاد افغان کډوال باید تر ټاکلې نېټې خپل کاروبارونه او استوګنځایونه وتړي او پاکستان پرېږدي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت د بېاسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې وه، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي وو.