کورافغانستاند تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د پاکستان او افغانستان جرګه پیل...

د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د پاکستان او افغانستان جرګه پیل شوه

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو سرحدي ترینګلتیاوو د هواري او د تورخم دروازې د بیا پرانیستو لپاره  جرګه جوړه شوه.
د معلوماتو له مخې، د دې جرګې مشري دواړه خواوې، د قبیلو مشران او سوداګر کوي.
د یادولو ده  چې له افغانستانه ۴۱ کسیزه پلاوی ټاکل شوی، او د پاکستان له لوري هم د مهمو قبایلي مشرانو او سوداګرو استازي په جرګه کې ګډون لري.
سرچینې وایي، تمه ده چې نن د تورخم پر سرحدي دروازه خبرې اترې وشي. که چیرې جرګه بریالۍ شي، نو تورخم دروازه به بېرته پرانیستل شي.
د یادولو وړ ده چې د تورخم دروازې تړل کېدو د سوداګرو، مسافرو، او عامو خلکو لپاره ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې