
افغانستان نيوز۲۴: د ننګرهار ولایت مقام رسنيو ته ومنله چې د افغانستان او پاکستان د مسئولينو د هوکړې له مخې نن د چهارشنبې ورځ مازديګر څلور بجې تورخم دروازه د سوداګرۍ او بېړنيو ناروغانو پرمخ پرانیستل کيږي.
نوموړی زياته کړې، چې د راتلونکې جمعې ورځ چې د رمضان المبارک ۲۱مې سره برابره ده تورخم دروازه به د مسافرينو، ناروغانو او ترانزيټ پرمخ په بشپړ ډول خلاصه شي.
هغه زياتوي چې پاکستاني لوری هڅه کوي چې د جمعې ورځې پورې د مسافرينو تګ راتګ په موخه خپل سيستمونه فعال کړي چې ور سره به دواړو لورو ته بند پاتې مسافرين تګ راتګ پيل کړي.
