
افغانستان نيوز۲۴: افغان پانګهوال او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، چې د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر شېخ محمد بن راشد ال مکتوم د عزیزي بنسټ د خیریه فعالیتونو د ستاینې په پار هغه ته د «بشردوستۍ» مډال ورکړی دی.
نوموړي د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه مډال هغه ته په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ورکړل شوی دی.
د افغانستان د یوه لوی خصوصي بانک څښتن، میرویس عزیزي یو مشهور افغان سوداګر او پانګهوال دی چې د هغه په وینا، په متحده عربي اماراتو کې یې مېلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.
هغه لیکلي دي: «دغه ارزښتناک مډال، چې نن د دوبۍ په ښار كې د ځانګړو مراسمو په ترڅ كي راته راکړل شو، د عزيزي شرکت د بشري او خیریه فعالیتونو د ستاینې لپاره او په ځانګړي ډول زموږ د هغو خيريه مرستو د درناوي لپاره اهدا شوی، چې په دې وروستيو كي مو د شېخ محمد بن راشد د نړۍوال ابتکار په چوكات كې د پلار د اعانې صندوق په ملاتړ اعلان كړې وې.»
عزیزي د دوبۍ له واکمن څخه د مننې ترڅنګ د دغه مډال ترلاسهکول د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام لپاره یوه هڅونه بللې ده.
افغان پانګهوال او سوداګر میرویس عزیزي څه موده مخکې ویلي و، چې غواړي په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي.