کورافغانستانبګرام ته د امریکا د الوتکې راتګ؛ د افغان جګړې پټ راز

بګرام ته د امریکا د الوتکې راتګ؛ د افغان جګړې پټ راز

افغانستان نيوز۲۴: ايمل ولي خان د عوامي نېشنل ګوند مشر ویلي چې یوه امریکایي C-17 ډوله نظامي الوتکه تازه د پروان ولایت بګرام هوايي اډې ته کښته شوې ده.

ویل کېږي چې په دې الوتکه کې د امریکایي کارکوونکو ترڅنګ پوځي تجهیزات هم انتقال شوي، او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) مرستیال مشر هم په دې الوتکه کې موجود و.

دا په داسې حال کې رامنځته کېږي چې لا هم د طl_lب ان_و له لوري په رسمي ډول د موضوع په تړاو کوم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

سیاسي شنونکي دغه ګام د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د پټو تفاهمونو احتمالي نتیجه بولي.

یاده هوايي اډه چې د افغانستان د تیرو دوو لسیزو د جګړې پر مهال د امریکایي ځواکونو مهم نظامي مرکز بلل کېده، د طl_lب ان_و له‌خوا د واک تر نیولو وروسته امریکایي ځواکونه ووتل.

په ورته وخت کې، ګڼ شمېر هېوادوال د تېرو ۲۲ کلونو جګړه د یوې سترې نړیوالې لوبې په توګه یادوي، چې له امله یې لسګونه زره بې‌ګناه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې