
افغانستان نيوز۲۴: د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامانیام جیشنکر، څرګنده کړې چې پاکستان د اوږدې مودې لپاره په دوهمخې پالیسۍ سره د افغانستان د بېثباتۍ ملاتړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له هغه وروسته چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، پاکستان اوس خپله له هماغه وضعیت سره مخ دی چې پخوا یې د افغانستان لپاره رامنځته کړی و.
جیشنکر ویلي، د پاکستان دا ډول چلند نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره د ناامنۍ او بېثباتۍ سبب شوی دی.
د هغه په وینا، پاکستان هغه اور بل کړی و چې اوس پخپله پکې سوځي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت لهخوا وړاندې شوي دریځ کې ټینګار شوی چې د سیمې ثبات د ګډو هڅو غوښتنه کوي، او هغه هېوادونه چې د ترهګ_رو ډلو ملاتړ کوي، باید مسوول وبلل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې هند تل د پاکستان پر هغو تورونو انتقاد کړی چې وایي ګواکې افغانستان او هند د تره_ګ.رو د فعالیت مرکزونه دي. هند دغه تورونه رد کړي او دا ډول څرګندونې د حقیقت نه لېرې ګڼي.
