کورنړۍد اسرائيلو دفاع وزیر: که ایران خپلو توغنديز بريدونو ته دوام ورکړي،...

د اسرائيلو دفاع وزیر: که ایران خپلو توغنديز بريدونو ته دوام ورکړي، نو تهران به وسوځوو

افغانستان نيوز۲۴: د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز ایران ته خبرداری ورکړی چې پر تل‌ابیب د توغندیزو بریدونو له امله به «سخته بیه» پرې کړي.
نوموړي ويلي، که ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو «تهران به وسوځېږي.»
اسراییل کاتز د پوځ له لوی درستیز سره ته د ارزونې له یوې ناستې وروسته ويلي چې ایران به اسراییلو ته د زیان رسولو درنه بیه پرې کړي.
نوموړي ویلي: «اسراییلو وګړو ته د اوښتو زیانونو له امله به ایران درنه بیه پرې کړي. که خامنه‌يي د اسراییل دننه توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به وسوځېږي.»
بل‌خوا د ایران د توغندیزو بریدونو له کبله د اسراییلو د بین‌ګورین هوايي ډګر الوتکې تر بلې خبرتیا پورې تړل شوي دي.
ایران او اسراییلو د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر یوه بل د توغندیزو او ډرون بریدونو سر بېره، هوايي بریدونه هم کړي دي.
د ایران له لوري د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې بېګاه ناوخته د اسراییلو پر لور سلګونه توغندي ویشتل شوي چې د راپورونو له مخې، د اسرائيلو دفاع وزارت ودانۍ په ګډون يو شمېر مهمې سيمې په توغندیو ويشتلي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې