
افغانستان نيوز۲۴: د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز ایران ته خبرداری ورکړی چې پر تلابیب د توغندیزو بریدونو له امله به «سخته بیه» پرې کړي.
نوموړي ويلي، که ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو «تهران به وسوځېږي.»
اسراییل کاتز د پوځ له لوی درستیز سره ته د ارزونې له یوې ناستې وروسته ويلي چې ایران به اسراییلو ته د زیان رسولو درنه بیه پرې کړي.
نوموړي ویلي: «اسراییلو وګړو ته د اوښتو زیانونو له امله به ایران درنه بیه پرې کړي. که خامنهيي د اسراییل دننه توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به وسوځېږي.»
بلخوا د ایران د توغندیزو بریدونو له کبله د اسراییلو د بینګورین هوايي ډګر الوتکې تر بلې خبرتیا پورې تړل شوي دي.
ایران او اسراییلو د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره پر یوه بل د توغندیزو او ډرون بریدونو سر بېره، هوايي بریدونه هم کړي دي.
د ایران له لوري د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې بېګاه ناوخته د اسراییلو پر لور سلګونه توغندي ویشتل شوي چې د راپورونو له مخې، د اسرائيلو دفاع وزارت ودانۍ په ګډون يو شمېر مهمې سيمې په توغندیو ويشتلي دي.
