کورافغانستانننګرهار کې د سختو اورښتونو له امله مالي زيانونه اوښتي

ننګرهار کې د سختو اورښتونو له امله مالي زيانونه اوښتي

افغانستان نيوز۲۴: ننګرهار ولایت، حصارک ولسوالۍ – د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې له کبله یې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

راپورونه ښيي چې په یاده ولسوالۍ کې د چهارتوت، فرجینه، میاګانو، کڅي، ناوې تیګه، سیاب، کولاله، ګزک او نورو سیمو کرنیزې ځمکې، پلچکونه، کانالونه او سربندونه زیانم.ن شوي دي.

د حصارک ولسوال وایي، زیانمن شوي بزګران بېړنیو لاسنیویو ته اړتیا لري، او ټینګار کوي چې تخریب شوې پروژې باید ژر تر ژره بېرته ورغول شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې