
افغانستان نيوز۲۴: ننګرهار ولایت، حصارک ولسوالۍ – د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې له کبله یې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.
راپورونه ښيي چې په یاده ولسوالۍ کې د چهارتوت، فرجینه، میاګانو، کڅي، ناوې تیګه، سیاب، کولاله، ګزک او نورو سیمو کرنیزې ځمکې، پلچکونه، کانالونه او سربندونه زیانم.ن شوي دي.
د حصارک ولسوال وایي، زیانمن شوي بزګران بېړنیو لاسنیویو ته اړتیا لري، او ټینګار کوي چې تخریب شوې پروژې باید ژر تر ژره بېرته ورغول شي.
