
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کتابونو دوه ورځنی تاریخي فستیوال د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په ګډون پرانیستل شو.
په دې فستیوال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو، خپرونکو، لیکوالانو، ښوونکو، فرهنګیانو او نړیوالو همکارانو پراخ ګډون کړی و.
اغلې اوتونبایوا د پرانیستې پر مهال کتاب ته د پوهې، تفاهم او همدردۍ د وسیلې په توګه اشاره وکړه، ویې ویل:
“کتابونه یوازې معلومات نه لېږدوي، بلکې خوبونه په حقیقت بدلوي، خاطرې خوندي کوي، او د پوهې له لارې د انسانیت ترمنځ پلونه جوړوي.”
نوموړې زیاته کړه چې د کتاب لوستنې کلتور ته پراختیا ورکول د افغانستان د روښانه راتلونکي او دوامدارې هوساینې لپاره یو مهم ګام دی.
دا فستیوال د ادبي میراث د ساتنې، د مطالعې د فرهنګ د ترویج او د پوهې د تبادلې په هدف جوړ شوی دی.
