کورافغانستانپه کابل کې د کتابونو تاریخي فستیوال پرانیستل شو

په کابل کې د کتابونو تاریخي فستیوال پرانیستل شو

افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کتابونو دوه ورځنی تاریخي فستیوال د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په ګډون پرانیستل شو.

په دې فستیوال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو، خپرونکو، لیکوالانو، ښوونکو، فرهنګیانو او نړیوالو همکارانو پراخ ګډون کړی و.

اغلې اوتونبایوا د پرانیستې پر مهال کتاب ته د پوهې، تفاهم او همدردۍ د وسیلې په توګه اشاره وکړه، ویې ویل:
“کتابونه یوازې معلومات نه لېږدوي، بلکې خوبونه په حقیقت بدلوي، خاطرې خوندي کوي، او د پوهې له لارې د انسانیت ترمنځ پلونه جوړوي.”

نوموړې زیاته کړه چې د کتاب لوستنې کلتور ته پراختیا ورکول د افغانستان د روښانه راتلونکي او دوامدارې هوساینې لپاره یو مهم ګام دی.

دا فستیوال د ادبي میراث د ساتنې، د مطالعې د فرهنګ د ترویج او د پوهې د تبادلې په هدف جوړ شوی دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې