کورافغانستانولی محمد نوري ته د (Essex) پوهنتون له‌خوا افتخاري دوکتورا ورکړل شوه

ولی محمد نوري ته د (Essex) پوهنتون له‌خوا افتخاري دوکتورا ورکړل شوه

افغانستان نیوز۲۴: ولی محمد نوري ته د انګلستان د اسکس (Essex) نړیوال پوهنتون له‌خوا د افتخاري دوکتورا درجه ورکړل شوه.

ښاغلي نوري وویل چې دا ویاړ د کلونو اوږدو هڅو، فرهنګي فعالیتونو او خدمتونو پایله ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا بریا یوازې د ده نه، بلکې د ټول افغان ولس ویاړ دی.

د دوکتورا د ورکړې په ځانګړو مراسمو کې د انګلستان د پاچا ځانګړې استازې، د پوهنتون مشرتابه، او یو شمېر دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

دا علمي ویاړ د افغان فرهنګي حضور او نړیوال اعتبار لپاره یو ارزښتناک ګام بلل کېږي.

تردې مخکې هم نابينا ولي نوري هېواد لپاره څو ځلې وياړونه راوړلي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې