
افغانستان نیوز۲۴: ولی محمد نوري ته د انګلستان د اسکس (Essex) نړیوال پوهنتون لهخوا د افتخاري دوکتورا درجه ورکړل شوه.
ښاغلي نوري وویل چې دا ویاړ د کلونو اوږدو هڅو، فرهنګي فعالیتونو او خدمتونو پایله ده.
نوموړي زیاته کړه چې دا بریا یوازې د ده نه، بلکې د ټول افغان ولس ویاړ دی.
د دوکتورا د ورکړې په ځانګړو مراسمو کې د انګلستان د پاچا ځانګړې استازې، د پوهنتون مشرتابه، او یو شمېر دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.
دا علمي ویاړ د افغان فرهنګي حضور او نړیوال اعتبار لپاره یو ارزښتناک ګام بلل کېږي.
تردې مخکې هم نابينا ولي نوري هېواد لپاره څو ځلې وياړونه راوړلي دي.
