
افغانستان نيوز۲۴: فيفا اعلان کړی چې د افغان ښځو ملي فوټبال لوبډله له دې وروسته کولای شي په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په نوم او بیرغ استازیتوب وکړي.
دغه لوبډله، چې ډېری لوبغاړې یې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د فیفا په ملاتړ به نړیوالو سیالیو کې ګډون ته دوام ورکړي.
دا پرېکړه د افغان ښځینه فوټبالرانو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي، ځکه دوی ته دا زمینه برابروي چې د بېځایه کېدو سره سره د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
د فیفا دا اقدام د سپورتي حقونو د خوندیتوب په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي، څو لوبغاړې د سیاسي شرایطو له امله .له نړیوالو سیالیو بېبرخې نه شي
