کورښځېلاهور کې د دوو بهرنیو ښځو د تښتونې او جنسي تېري په...

لاهور کې د دوو بهرنیو ښځو د تښتونې او جنسي تېري په تړاو څلور کسان ونیول شول

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د دوو بهرنیو ښځو د تښتونې، جنسي تېري او د باج اخیستنې په تړاو د څلورو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د پولیسو د ثبت شوې قضیې (FIR) له مخې، یوه قرباني د نیدرلېنډ او بله د وینزویلا تبعه ده. دواړو ښځو ادعا کړې چې تر تښتول کېدو وروسته پرې جنسي تېری شوی او له کورنیو یې د پیسو غوښتنه شوې، چې د نه ورکولو په صورت کې ورته د وژلو ګواښ شوی و.

پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې محمد رضا ډار هم شامل دی، چې ځینې رسنۍ یې د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار خپلوان بولي.

پولیسو ویلي، دواړه بهرنۍ ښځې موندل شوې دي او ټول څلور شکمن کسان تر نیول کېدو وروسته د قانون منګولو ته سپارل شوي دي. د یادې قضیې په تړاو پلټنې روانې دي او تر اوسه کومې محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د یادونې وړ ده چې د قربانیانو څرګندونې د پولیسو د ثبت شوې دوسیې برخه ده، او د تورنو کسانو د جرم یا بې‌ګناهۍ وروستۍ پرېکړه به د محکمې له لوري کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې