
افغانستان نیوز۲۴: د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف په کوربتوب د ډایمنډ جوبیلي نړیوال فوټبال جام په پایلوبه کې افغانستان ته د ۲-۰ په وړاندې کولو سره اتلولي خپله کړه.
په دې لوبه کې پاکستان وتوانېد چې له خپلو فرصتونو ښه ګټه پورته کړي او د دوو ګولونو په وهلو سره بریا خپله کړي، په داسې حال کې چې افغان لوبډلې د لوبې په ډېرو برخو کې د تمې وړ عملکرد ونه شو کړای.
دا په روان ټورنمنټ کې دویم ځل و چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې بریا ترلاسه کوي.
د یادې بریا په مټ پاکستان د سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ، او افغانستان د دویم مقام خپل کړ.
