
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکی د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د شل اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د نړۍ د لومړي درجه توپ اچوونکي مقام خپل کړی دی.
د ICC د نوې درجه بندۍ له مخې، راشد خان په دواړو فارمټونو کې تر ټولو زیاتې نمرې ترلاسه کړې او یو ځل بیا یې د نړۍ د غوره توپ اچوونکي حیثیت ثابت کړ.
په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې بل افغان ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن هم د نړۍ د لسو غوره توپ اچوونکو په ډله کې راغلی او نهم مقام یې خپل کړی دی.
بل لور ته، د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د الراونډرانو په تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې محمد نبی په درېم ځای کې قرار لري.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وروستیو کلونو کې په نړیواله کچه د پام وړ پرمختګ کړی او افغان لوبغاړي په بېلابېلو نړیوالو درجهبندیو کې مخکښ مقامونه خپلوي.
