
افغانستان نيوز۲۴: پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له اسلاماباد غوښتي چې د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د دغه هېواد په چارو کې د لاسوهنې له پخوانیو تګلارو لاس واخلي.
اڅکزي د شنبې په ورځ، د لړم په ۹مه، ویلي چې پاکستان باید د «ستراتیژیکې ژورتیا» له تګلارې او کابل د پاکستان د پنځم ایالت ګڼلو له تصور څخه لاس واخلي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو او تلپاتې اړیکو لپاره باید دواړه هېوادونه د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې حل کړي، د یو بل اندېښنو ته درناوی وکړي او د بېباورۍ د کمولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
هغه د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو ته په اشارې ویلي چې افغانستان په تېرو وختونو کې د پاکستان نږدې ملګری و او بوټو ان په افغانستان کې د خپلې کابینې غونډه هم کړې وه.
اڅکزي د جرمني او جاپان بېلګې ته په اشارې ویلي چې جګړه او دښمني د پرمختګ لاره نه ده، بلکې خبرې اترې او همکاري کولی شي هېوادونه د پرمختګ پر لور بوځي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو نههمکاري د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې لوی خنډ دی.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستان د ستونزو د حل لپاره خبرو اترو ته چمتو نه دی.
اڅکزي د ایران په اړه د روانو تحولاتو په تړاو هم ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید سیاسي مشران او نور اړخونه په مهمو پرېکړو کې شریک کړي او له هغوی سره مشورې وکړي.
