
راپور: باخترۍ ځلاند
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو برخې مشرې رباب فاطمې د افغان خبریالانو د ژوند ژغورنې او د هغوی د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
نوموړې ویلي، د افغان خبریالانو ژوند باید د نړۍ په لومړیتوبونو کې وي او د هغوی د خوندیتوب لپاره باید جدي هڅې وشي.
رباب فاطمې د خبریالانو د حقونو خوندیتوب د هغوی د ژوند او د بیان د آزادۍ له حق سره تړلی بللی او ټینګار یې کړی چې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه باید نړیواله پاملرنه زیاته شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د خبریالانو د کار او ژوند خوندیتوب د اندېښنې وړ موضوع ده.
د خبریالانو د ژوند ژغورنه، د هغوی د حقونو خوندیتوب او د بیان د آزادۍ ملاتړ د رسنیو د خپلواک فعالیت او د خلکو د معلوماتو ته د لاسرسي لپاره مهم ګڼل کېږي.
