کورافغانستانزلمی خلیلزاد: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپله ناکامه او خطرناکه...

زلمی خلیلزاد: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپله ناکامه او خطرناکه تګلاره بدله کړي

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مثبتو اړیکو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځي ویاند وروستۍ څرګندونې ناسمې او پاروونکې بللې دي.

خلیلزاد پر اېکس لیکلي چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري په پاروونکې توګه ویلي، افغانستان دولت نه دی.

نوموړي د چودري دا څرګندونې د نړیوالو قوانینو له مخې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه دولت په توګه موجود و.

خلیلزاد د پاکستان له پوځي او سیاسي مشرانو غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله خطرناکه او ناکامه تګلاره بدله کړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د مثبتو او دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې