
راپور: باخترۍ ځلاند
افغانستان نيوز۲۴: د سرو زرو او سپینو زرو نړیوالې بیې د چهارشنبې په ورځ د پام وړ کمښت کړی، چې اصلي لاملونه یې د امریکا د ډالر پیاوړتیا او د سود کچې د احتمالي لوړوالي په اړه اندېښنې بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، د نیویارک په سوداګریز بازار کې د ډسمبر لپاره د سرو زرو د یوه اونس بیه ۳.۱۶ سلنه راټیټه شوې او په ۳۷۴۱ ډالرو او ۹۰ سېنټو تړل شوې ده.
همداراز، د سپینو زرو د یوه اونس بیه ۴.۸۵ سلنه کمه شوې او ۴۵ ډالرو او ۵ سېنټو ته رسېدلې ده.
رویټرز راپور ورکړی چې د سرو زرو بیه د تېرو ۱۴ میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د امریکا د ډالر ارزښت د تېرو ۱۹ میاشتو لوړې کچې ته پورته شوی دی.
د ډالر پیاوړتیا د نورو اسعارو لرونکو پانګهوالو لپاره د سرو زرو پېرل ګران کړي او پر نړیوالو بازارونو یې د بیو د کمېدو فشار زیات کړی دی.
