
افغانستان نیوز٢٤: بلوچستان جمهوریت په نوم یوې ډلې د طالبانو د حکومت له مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د دغه حکومت له لومړي وزیر ملا حسن اخوند څخه غوښتي، چې بلوچستان د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني او ورسره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.
د یادې ډلې استازي میر یار بلوچ د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر ۱۷مه په یوه رسمي لیک کې، چې د طالبانو د حکومت مشر او لومړي وزیر ته یې استولی، د افغانستان او بلوچستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
په لیک کې یادونه شوې، چې د کلات خاننشین په ۱۹۴۷ کال کې له برېتانوي واکمنۍ څخه خپلواکي اعلان کړې وه، خو د لیک د ادعا له مخې، پاکستان د ۱۹۴۸ کال د مارچ پر ۲۷مه بلوچستان په زور له خپلې خاورې سره یوځای کړ.

د بلوچستان جمهوریت په نوم یادې ډلې د خپلې تاریخي خپلواکۍ د ادعا ترڅنګ ویلي، چې د بلوچستان خلک له اوږدې مودې راهیسې د سیاسي ځپنې، جبري ورکېدنو او د طبیعي سرچینو د لوټ له ستونزو سره مخ دي. دغه راز یې په ایران کې د مېشتو بلوچانو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی.
په لیک کې بلوچستان د جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ ترمنځ یوه مهمه جغرافیایي سیمه بلل شوې او د دې سیمې د بندرونو، سوداګریزو لارو او طبیعي زېرمو پر اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت ټینګار شوی دی.

د یادې ډلې په وړاندیزونو کې افغانستان ته د عربي سمندرګي بندرونو ته د لاسرسي، د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د خوندي دهلېزونو برابرول، د سړکونو، اوسپنې پټلۍ او نللیکو جوړول، او د کرنې، کبنیونې او خوراکي توکو په برخه کې ګډې همکارۍ شاملې دي.
میر یار بلوچ له افغان حکومت څخه همداراز غوښتي، چې د بلوچستان د ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو سازمانونو په کچه د څارونکي غړیتوب لپاره ملاتړ وکړي او د پوهنې، روغتیا، زیربناوو، ټکنالوژۍ او امنیت په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
په لیک کې د افغانستان او بلوچستان ترمنځ تاریخي، کلتوري او قومي اړیکو ته په اشارې ویل شوي، چې دواړه لوري کولای شي د ګډو ګټو او سیمهییزې سولې لپاره په ګډه کار وکړي.
تر اوسه د دې غوښتنې په اړه د طالبانو د حکومت د رسمي غبرګون په اړه په وړاندې شوي لیک کې څه نه دي ویل شوي.
