
افغانستان نیوز٢٤: ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی، چې افغانستان له یوه سخت ژمي سره مخ دی او په زرګونو زیانمنې کورنۍ د تودوخې، مناسبو جامو او خوندي سرپناه له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.
د دې ادارې د مالوماتو له مخې، د تېر ژمي پر مهال د افغانستان په ځینو سیمو کې د هوا تودوخه تر منفي ۲۵ درجې سانتيګراد پورې ټیټه شوې وه، چې د بېوزلو او بېځایه شویو کورنیو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی و.
UNHCR د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۳۰مه د ژمي د مرستو په اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان په روان ژمي کې د پراخو بشري اړتیاوو، د کډوالو د بېرته راستنېدو او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
د دې ادارې په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان په افغانستان کې د سرپناه مرستو ته اړتیا لري او نږدې درېیمه برخه ارزول شوې کورنۍ د ژمنیو مناسبو جامو له کمښت سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي، د بودجې د کمښت له امله د اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو، کمپلو، د کورونو د ترمیم او د تودوخې د وسایلو د برابرولو امکانات محدود شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، چې د ژمي له سختو شرایطو څخه د زیانمنونکو کورنیو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او بېځایه شویو کسانو د ژغورنې لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ده.
