کورنړۍفضل‌الرحمن خپلو پلویانو ته د چمتووالي امر وکړ

فضل‌الرحمن خپلو پلویانو ته د چمتووالي امر وکړ

راپور: محمد مبين هڅاند

افغانستان نیوز٢٤: پاکستان د جمعیت علما اسلام (JUI-F) مشر فضل‌الرحمن ته د امنیتي تدابیرو له بېرته اخیستو وروسته، د دغه ګوند ویاند اسلم غوري له خپلو غړو غوښتي چې د هر ډول وضعیت لپاره چمتو واوسي.

اسلم غوري ادعا کړې، چې د فضل‌الرحمن ټول امنیتي ساتونکي بېرته اخیستل شوي او په وینا یې، له یوې خوا د ګواښ لیکونه استول کېږي او له بلې خوا امنیتي تدابیر لغوه کېږي.

نوموړي د حکومت پر اقداماتو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د ګوند مشرتابه ته د هر ډول زیان مسؤلیت به د حکومت پر غاړه وي.

د جمعیت علما اسلام ویاند همداراز ادعا کړې، چې د فضل‌الرحمن د شخصي سکرتر مفتي ابرار او د هغه د کورنۍ د غړو پر ضد ناسمې قضیې جوړې شوې او تېره شپه په اسلام‌اباد کې د هغه د نیولو په پلمه بېلابېل چاپې وهل شوې دي.

اسلم غوري د ګوند له غړو غوښتي چې بیدار او چمتو واوسي، ځکه د مولانا فضل‌الرحمن د امنیت او ساتنې لپاره هر وخت د اقدام غوښتنه کېدای شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې